اسرائیلو پر امریکا او کاناډا هم د سفر ممنوعیت ولګاوه

Dec 21, 2021 - 20:37
 10
اسرائیلو پر امریکا او کاناډا هم د سفر ممنوعیت ولګاوه

اسرائیلو متحده ایالات او کاناډا د هغو هېوادونو په فهرست کې شامل کړي چې د سفر ممنوعیت پرې لګېدلی دی.

اسرائیل د کرونا د نوې اومېکرون بڼې د چټک سرایت له کبله د اندېښنو له زیاتېدو وروسته دا پرېکړه اعلان کړې ده. د دې پرېکړې له مخې چې نن شپه نافذېږي هغه خلک چې متحده ایالاتو ته سفر کوي باید ځانګړې اجازه ولري.

د اسرائیلو کابینې ورته ممنوعیت له دې مخکې د ایټالیا، بلجیم، جرمني، هنګري، پرتګال، کاناډا، سویس او ترکیې په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته د تلونکو مسافرو لپاره هم وضع کړی دی.

دا په داسې حل کې ده چې د ساري ناروغیو د مخنیوي په چارو کې د امریکا لوی متخصص انتوني فاوچي خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې د چټک خپراوي له کبله به د امریکا خلک سخت ژمی په مخ کې لري.

هغه پرون وویل، اومېکرون د سرایت غیر معمولي وړتیا لري او په ټوله نړۍ کې خپره ده.

فاوچي د امریکا «NBC» ټلوېزیون ته وویل چې ښايي روغتونونه له ډېر فشار سره مخ سي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د کرونا ضد واکسین کچه په‌کې ټېټه ده.

هغه یو ځل بیا له امریکایانو وغوښتل چې واکسین ولګوي.