اولاف شولز د جرمني د نوي صدراعظم په توګه لوړه کوي
ټاکل شوې چې اولاف شولز نن د جرمني د نوي صدراعظم په توګه انتخاب شي او ورپسې لوړه وکړي.
په داسې حال کې چې د اروپا د لوی اقتصادي قدرت د مشرې په توګه د انګېلا مېرکل د کار دوره نن پای ته رسېږي، ۶۳ کلن شولز به د جرمني د منځلارو- کیڼ اړخو د ائتلاف مشري په غاړه واخلي.
شولز ته به ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د یوې څلورکلنې دورې لپاره لوړه وکړي.
شولز چې د مېرمن مېرکل په حکومت کې د مالیې وزیر او د صدراعظم مرستیال و، د سېپټمبر د ۲۶مې نېټې په انتخاباتو کې خپل سوسیال ډموکرات ګوند تر سترې بریا پورې ورساوه او په دې توګه یې د مېرکل د مسیحي ډموکرات ګوند ۱۶ کلنه واکمني پای ته ورسوله.
مېرمن مېرکل د صدراعظمۍ د څلورو پرله پسې دورو له بشپړولو وروسته بیا ځان کاندید نه کړ او غواړي له سیاسته لاس واخلي.