زابل کې د ترافيکې پېښې له امله دېرش کسان ټپيان سوي دي !

Oct 31, 2022 - 18:12
 8
زابل کې د ترافيکې پېښې له امله دېرش کسان ټپيان سوي دي !

په زابل کې یوې ترافیکي پېښې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه دېرش تنه ټپیان کړي دي.

د زابل د عامې روغتیا مشر ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وایي، پیښه د ورا د یوې مازدا ډوله موټر او ټېلر د ټکر له کبله سوې ده.

نوموړی وايي: "د کاکړانو په سیمه کې د یوې مازدا ډوله موټر چې د واده خلک یې انتقالول او ټېلر ترمنځ سخت ټکر وشو، له امله یې شاوخوا دېرش تنه هېوادوال ژوبل شول، د ځینو حالت د اندیښنې وړ دی."

ښاغلی حکیمي وایي، ټپیان تر لومړنیو خدماتو وروسته د کلات مرکزي روغتون کې بستر سوي او یو شمېر یې وینې ته اړتیا لري.

که څه هم د دغې ترافیکي پېښې لامل لا روښانه نه‌دی، خو د خوښیو پر مهال دا ډول خونړۍ پېښې تر ډېره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي.

سکــــون راډیو