کیڼ اړخي 'لولا ده سېلوا' د برازیل ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې!

د برازیل پخواني ولسمشر 'لویس اېناسیو لولا ده سېلوا' د برازیل ولسمشرۍ ټاکنې وګتلې.
هغه د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو په یوه سخته او نږدې سیالۍ کې اوسني ولسمشر 'ژایر بولسونارو' ته په ډېر کم توپیر ماته ورکړې.
د نږدې ټولو شمېرل سویو رایو پایله ښيي چې کیڼ اړخي 'لولا' دویم پړاو ټاکنو کې ۵۰ اعشاریه ۸۳ او اوسني ښي اړخي ولسمشر 'بولسونارو' چې دویمې دورې ته نوماند و، ۴۹ اعشاریه ۱۷ سلنه رایې خپلې کړې دي.
د برازیل نوی ولسمشر به د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه لوړه وکړي.
لولا ده سېلوا د ټاکنو تر ګټلو وروسته خپله لومړۍ وینا کې ویلي چې د 'لوږې ختمول' به یې ستر لومړیتوب وي.
نوموړی وايي دا د منلو نه ده چې برازیل کې دې میلیونه نارینه، ښځینه او ماشومان کافي خواړه ونه لري.
هغه همدا راز زیاته کړې چې حکومت به یې هڅه وکړي چې د امازون ځنګلونو د وهل کېدو او لمنځه تللو مخه ونیسي.
برازیل کې د ولسمشرۍ لومړی پړاو ټاکنې د اکتوبر په دویمه نیټې وشوې خو یو نوماند هم پکې له ۵۰ سلنې د ډېرو رایو په ترلاسه کولو نه و بریالی سوی.
ښاغلي لولا لومړي پړاو کې هم تر نورو سیالانو ډېرې رایې خپلې کړ وې او له اوسني ولسمشر ژایر بولسونارو سره دویم پړاو ته وتلی و.
لولا ده سیلوا لومړی ځل شل کاله وړاندې برازیل کې ولسمشر ټاکل سوی و.
هغه پخوا د اوسپنې او پولادو سکتور کارمن او د دې برخې د کاریګرو ټولنې مشر و.
نوموړی په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د برازیل له پوځي واکمنو د تنخواګانو لوړېدو غوښتنې لپاره د کاریګرو د اعتراضونو پر مهال مشهور سو او وروسته له دې ژمنې سره واک ته ورسېد چې بدلون به راولي.
هغه د توکو بیو د لوړېدو په مټ د لوړو زدکړو او د خیر ښېګڼې پروګرامونو په څېر برخو باندې په ډېره پانګونې سره وکړای شول چې میلیونونه برازیلیان له بې وزلۍ راوباسي.
خو د ښاغلي لولا محبوبیت او میراث وروستیو کلونو کې له دې کبله داغدار شو چې د ګوند او شخصا د ده نوم د فساد له دوسیو سره وتړل سو.
هغه په ۲۰۱۷ کال له همدې کبله په نهه کاله بند هم محکوم سو.
د ښاغلي لولا محکومیت که څه هم څلور کاله وروسته بېرته لغوه شو، خو ګرم ګڼل کېدل یې په دې مانا دي چې میلیونونه برازیلیان اوس هم هغه ته د یوه فساد سیاستوال په سترګه وګوري او د ولسمشرۍ وړ یې ونه ګڼي.
دغو ټاکنو کې د هغه سیال ژایر بولسونارو بیا برازیل کې د کورونا ویروس وبا د ناسم مدیریت او د امازون ځنګلونو پرې کېدو مخنیوي کې د پاتې راتللو له کبله له سختو نیوکو سره مخ و.
سکـون راډیــو