شولتز پر اوکراین د روسیې یرغل پر وړاندې د هند د ملاتړ جلبولو هڅه وکړه

Feb 26, 2023 - 14:54
 2
شولتز پر اوکراین د روسیې یرغل پر وړاندې د هند د ملاتړ جلبولو هڅه وکړه

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز نوي ډیلي ته د خپل سفر په جریان کې هڅه وکړه چې ډاډ ترلاسه کړي هند به د اوکراین په وړاندې د مسکو دویجاړونکي جګړې له امله د روسیې د منزوي کولو لپاره د لوېدیځ د هڅو ملاتړ وکړي یا لږ تر لږه د دې هڅې خنډ ونه ګرځي.

شولتز د شنبې په ورځ نوي ډیلي ته ورسېد او د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره یې وکتل.

مودي ویلي، هند غواړي د اوکراین جګړه د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې پای ته ورسوي.

د اوکراين پر خاوره د روسيې له ناموجه يرغل له يو کال څخه زيات وخت تېر سو.

دغه یرغل د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پیل سوی.

سکون راډیو