رونالډو یو وار بیا د عربستان په لیګ کې درې ګولونه ووهل

Feb 26, 2023 - 18:00
 8
رونالډو یو وار بیا د عربستان په لیګ کې درې ګولونه ووهل

د سعودي عربستان په پرو لیګ سیالیو کې کرېسټیانو رونالډو د دویم ځل لپاره د ګولونو هېټریک وکړ.

هغه چې د یاد هېواد د النصر په لوبډله کې لوبه کوي، د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۵مه یې د دمک فوټبال کلب پر وړاندې پرله پسې درې ګولونه ووهل.

رونالډو د لوبې په ۱۸مه دقیقه کې د پنالټۍ شوټ په ګول بدل کړ.

د النصر لوبغاړو پرله پسې بریدونو رنګ راوړ چې د لوبې په ۲۳مه او ۴۴ مه دقیقو کې هم رونالډو د ګولونو په وهلو بریالی سو.

النصر لوبډلې چې په دې سیالۍ کې دمک فوټبال کلب ته ۳-۰ ماتې ورکړه د نومرو په جدول کې یې د بریاوو شمېر ۱۳ او د نومرومجموعه ۴۳ ته ورسېده.

د پرتګال هېواد دغه مشهور فوټبال ستوري تر دې وړاندې هم په یاد لیګ کې په یوه لوبه کې ۴ ګولونه وهلي وو.

د ویلو ده چې رونالډو تر دې دمه د النصر لوبډلې ته په شپږو لوبو کې ۸ ګولونه وهلي دي.

سکون راډیو