هلمند کي د انټر کلب لیول سیالیو اتلولي دبُست اتلانو کرېکټ لوبډلي وګټل!

Jul 15, 2023 - 14:27
Jul 15, 2023 - 14:28
 24
هلمند کي د انټر کلب لیول سیالیو اتلولي دبُست اتلانو کرېکټ لوبډلي وګټل!

 دا د هلمند رسمي کرېکټ لوبغالی دی،چي نن پکښې د هلمند انټر کلب لیول سیالۍ پایته ورسیدې.دا سیالۍ چي دوه میاشتي وړاندې د 16 لوبډلو ترمنځ په 25 اوریزه بڼه پیل سوې وي. نن یې پایلوبه د بُست اتلانو او هلمند سپورټ کرېکټ لوبډلو ترمنځ ترسره سوه،چي د بُست اتلانو لوبډلي  هلمند سپورټ لوبډلي ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي وګټل.

د هلمند کرېکټ آمرجانان فولاد وال  دا لوبې ډېرې مهمي وبللي،نوموړي وویل دې لوبو کي چي هر لوبغاړی ښه وځلیږي،هغه لوبغاړي به د هلمند ولایتي لوبډلي ته غوره کیږي او همدارنګه د یادو سیالیو دلومړي او دوهم مقام لوبډلو لوبغاړي څخه به د هلمند ولایت منتخبه لوبډله جوړیږي،تر څو راتلونکي کي د هیواد په کچه بیلابیلو سیالیو کي ولوبیږي.

په همدې مهال بیا لوبغاړو محیب الله همراز او نذیراحمد هیواد خوښې څرګنده کړه چي دې ډول سیالیو کي ولوبیدل،دوی د افغانستان کرېکټ له مسؤلینو غوښتنه وکړه،چي د هلمند رسمي کرېکټ لوبغالي ته دې سایډ سکرین او د پبچ چمتو کولو رولر ورکړي او همدارنګه دي په هلمند رسمي کرېکټ آکاډمۍ  کي د تمرین لپاره معیاري یا خاورین پیچونه جوړ کړي.

هلمند کي داسې مهال د انټر کلب لیول لوبې پایته رسیږي،چي دهیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کي هم دا ډول سیالي پایته رسیدلي دي.

نصیراحمد فضلي

سکون راډیو