د انګلنډ – نيوزيلنډ ترمنځ د کرېکټ ټيسټ لوبه پيل سوه

Jun 2, 2022 - 16:18
 19
د انګلنډ – نيوزيلنډ ترمنځ د کرېکټ ټيسټ لوبه پيل سوه

د انګلنډ او نیوزیلنډ ترمنځ د ټېسټ کرېکټ لوبه نن د لندن په لارډ لوبغالي کې پیل سوه.

د دې لوبې پچه د نیوزیلنډ لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه خو دا پرېکړه د نیوزیلنډ لپاره د لوبې په لومړۍ ورځ ښه تمامه نه سوه.

نیوزیلنډي توپوهونکي د انګلنډ د توپ اچوونکو په وړاندې ښه و نه ځلېدل او په ۱۲ منډو کې ۴ لوبغاړي اوټ سول خو د نیوزیلنډ لوبډله لا هم خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.

د یادونې ده چې د نیوزیلنډ لوبډله به له انګلنډ لوبډلې سره درې ټېسټ لوبې وکړې چې لومړۍ هغه یې نن پیل سوه.