یوناما: ا ا ا دې د افغان خبریالانو نیول او بندي کول بند کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) يو ځل بیا په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.
یوناما نن چهارشنبه جون لومړۍ (غبرګولې ۱۱) په یو پیغام کې یو ځل بیا پر ا ا ا غږ کړئ چې د رسنیو ټول نیول شوي کار کوونکي خوشي کړي او د مطبوعاتو په وړاندې د سخت دریځۍ اقدامات پای ته ورسوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ زیاته کړې: "په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او ځورونه دوام لري. یوناما یو ځل بیا پر ا ا ا غږ کوي چې د رسنیو ټول نیول شوي کارکوونکي خوشې کړي او د خبریالانو او مطبوعاتو پر وړاندې د خپلسرو توقیفونو او ګواښونو په ګډون سخت دریځي اقدامات پای ته ورسوي."
یوناما پر داسې مهال د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه ښودلې چې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د ا ا ا له حکومت څخه غوښتي چې د خبریال رومان کریمي او د هغه د موټر چلوونکي د وهل ټکول کېدو او نیول کېدو په اړه څېړنې وکړي.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ویلي چې د تیرې یکشنبې په ورځ په کابل ښار کې د ښځو د لاریون پرمهال د سلام وطندار راډیو خبریالا روان کریمي او موټر چلوونکی یې د ا ا ا د استخباراتو لخوا نیول شوي او د هغوی د ثبت تخنیکي وسائل یې هم چیک کړي دي.
یاد سازمان د دغو خبریالانو له قوله ویلي چې ا ا ا هغوی تر اووه ساعته بند وروسته پدې شرط خوشي کړي چې تر دې وروسته به د لاریونونو او نورو ورته پېښو خبري پوښښ نه کوي.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې همدارنګه ویلي چې ا ا ا د مۍ ۲۴مه په پکتیا ولایت کې د (پکتیا غږ) راډیو مدیر مسؤل جمال الدین دلدار هم پخپل دفتر کې نیولی او له ځان سره یې بیولی دی. د نوموړي ورور دغه سازمان ته ویلي چې د لدار تر نیول کېدو وروسته د دغه راډیو خپرونې هم بندې شوي دي.
یاد سازمان ویلي چې په همدې ورځ په دایکندي ولایت کې د افتاب راډیو پخوانی مالک او مدیر مسؤل میرزا حسني په هرات ولایت کې د ا ا ا اد استخباراتو لخوا نیول شوی دی. یوه ځايي خبریال د نوم نه ښودلو په شرط د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته ویلي چې میرزا حسیني د ا ا ا خلاف مقاومت جبهې سره د خبریالۍ کار کولو په تور نیول شوی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د اسیا برخې همغږي کوونکي سټیون بټلر هم پر ا ا ا غږ کړئ چې د پکتیا غږ راډیو مدیر مسؤل جمال الدین دلدار او په دایکندي کې د افتاب راډیو پخوانی مدیر مسؤل میرزا حسیني ژر تر ژره خوشي کړي او د خبریال رومان کریمي او د هغه د موټر چلوونکي د نیول کېدو په اړه څېړنې وکړي.
دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو د خپل سرو نیونو زیاتوالی په دغه هیواد کې د مطبوعاتو ازادۍ د وضعیت خرابېدو نښه ده. دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ په کابل کې د علي اکبر خیرخوا په نوم د یو سیمه ییز خبریال د لادرکه کېدو خبر هم ورکړل شو.
د بې پولي خبریالانو نړیوال سازمان د مې ۲۷ (غبرګولې شپږمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې د علي اکبر خیرخواه په نوم د "صبح کابل" ورځپاڼې خبریال د مې میاشتې له ۲۵ نېټې څخه په کابل کې لادرکه شوی دی.
یاد سازمان پر ا ا ا غږ کړی چې ددغه خبریال په پيدا کولو هڅې وکړي او په دې برخه کې تحقیقات تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د خبریالانو د ملاتړ ټولنو یو ځل په کابل او ځینو ولایتونو کې د ا ا ا حکومت لخوا د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتي په اړه اندېښنې ښودلي دي.
ا ا ا تر دا مهاله له خبریالانو سره د زور زیاتي او نیول کېدو په اړه د یوناما د تازه اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي.