د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو ملاتړ کوي

Jun 5, 2022 - 16:51
 8
د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو ملاتړ کوي

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازولي وايي، دوی دا مهال په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو ملاتړ کوي.

د دې استازولۍ مشر ایلوی فیلیون پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې یوازې د کابل په ملالۍ زېږنتون کې چې د دوی سازمان یې ملاتړ کوي، د ورځې ۷۵ نوي ماشومان زېږي، چې هر ډول اساسي روغتیايي خدمات ور رسېږي.

شکایتونه کېږي، چې د افغانستان په زیاتو لیرې پرتو سیمو کې امیندوارو میندو ته د صحي خدماتو امکانات محدود دي.