هند کې د اورلګېدنې له کبله لږترلږه ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jun 5, 2022 - 16:55
Jun 5, 2022 - 16:56
 8
هند کې د اورلګېدنې له کبله لږترلږه ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هند د شمال په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له کبله لږترلږه ۸ کارګران مړه او تر لسو زیات نور ټپیان سول.

د پولیسو یوه لوړ رتبه افسرو، پراوین کمار پرون شنبه وویل، د اوتار پردېش ایالت په هاپور کې د یوه بایلر تر چاودنې وروسته فابریکه کې اور ولګېد.

چارواکي وايي، د پېښې په اړه څېړنې پیل سوې دي.