هلمند ولایت کې د یو باب ورزشي جمنازیوم د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښودل سول.

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار دوهمی ناحیي اړوند شهید غلطان په سیمه کې د لښکرګاه ښاروالۍ په انکشافی بودیجې د دولس میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ورزشي جمنازیوم د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښودل سول.
یاد جمنازیوم د ۱۲۹۶ متره مربع په مساحت کې جوړیږی چي د جوړیدو چارې یي مخکې د آزادی سیالۍ له لاری یوه خصوصی شرکت ته ورکړل سوی ويې چی د شاوخوا څلورو میاشتو په جریان کې به یې چاری بشپړې او ګټي اخیستنی ته به وسپارل سی.
د لښکرګاه ښاروال مولوي احمد سعید انصاري د دیاد ورزشي جمنازیوم د پرانستني پر مهال د غونډي برخوالو ته د وینا پر مهال وویل چي ددې جمنازیوم په جوړیدو سره د لښکرګاه ښار ځوانانو هغه ستونزي چي د ورزشي لوبغالو برخه کي لرلي راکمي سي د نوموړي په وینا چي په لښکرګاه ښار کي یې ګڼ شمیر رغنیزو پروژو کارونه دوام لري.
د لښکرګاه ښاروالۍ د انجینرۍ عمومی مدیر انجینر محمد عباس زیرک وویل: یاده پروژه د لښکرګاه ښاروالۍ په مالی لګښت د دولس میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږی چی د څلورو میاشتو په جریان کې به بشپړ او ګټی اخیسنتی ته وسپارل سی.
د هلمند ولایت د ورزش آمریت استازی شیرخان شیرزاد سکون راډیو سره مرکه کې وویل: دا یو نیک اقدام دی چي د لښکرګاه ښاروالۍ لخوا د ورزشکارانو لپاره جمنایزیوم جوړیږی او زیاته یې کړه ورزشکاران لا هم دېته تشویقیږی تر څو ورزش ته دوام ورکړی.
بل لور ته بیا هلمند میشتي د یاد جمنازیوم دجوړیدو څخه خوښ دی او وایی: خوښ دی چی د هلمندی ورزشکارانو لپاره جمنازیوم جوړیږي او زیاته یې کړل ورزشکاران له ډیرو ستونزو سره مخ دی چي ددې جمنازیوم په جوړیدو سره به یې ستونزی تر یوه بریده راکمی سی.
هلمند ولابت کي داسي مهال د یو ورزشي جمنازیوم د رغوني چاري پیل سوي چي لا هم هلمند کي هلمندي ورزش کاران د ورزش او سپورټ په برخه کي لوی او معیاري ډګرونو او جمنازیمونو ته اړتیا لري.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو