په ترکیه او سوریه کې د يوې بلې زلزلې له امله ۷۰۰ کسان ټپيان سوي او ۳ تنه مړه سوي

Feb 21, 2023 - 16:32
 10
په ترکیه او سوریه کې د يوې بلې زلزلې له امله ۷۰۰ کسان ټپيان سوي او ۳ تنه مړه سوي
د رسنيو د راپورونو له مخې، ‏ترکیه او سوریه کې له مرګونې زلزلې دوې اونۍ وروسته، تېره شپه د ریښتر په کچه ۶.۴ درجې یوې بلې زلزلې د دواړو هېوادونو سرحدي سیمې ولړزولې.
د راپورونو پر بنسټ په دې زلزله کې ترکیه کې ۳ کسان مړه سوي او له ۲۰۰ زیات ټپیان سوي دي.
په سوریه کې هم د یادې زلزلې له امله ۴۷۰ کسان ټپیان سوي دي.
سکون راډیو