د چین په جنوب لویدیځ کې د تبت په نینګچي ښار کې د واورې ښویدنې له امله لږ تر لږه ۲۸ کسان مړه سوي دي.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا خبر ورکړی چې په سیمه کې د لټون عملیات پای ته رسېدلي دي.
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په دغو عملياتو کې ۱۳۴۸ کسانو د ۲۳۶ وسایطو او تجهیزاتو په مرسته د واورو لاندې سویو کسانو د ژغورنې او موندلو لپاره ۷،۵ کيلومتره واټن لټولی او پاک کړی دی.
په دې عملیاتو کې ۵۵ تنه ژوندي ژغورل سوي چې د پنځو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل سوی دی.
سکون راډیو