د پاکستان کراچۍ کې پولیسو بیا لسګونه افغانان نیولي؛ 'ګڼ شمېر یې قانوني اسناد هم لري'

د پاکستان په سند ایالت او په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې د پولیسو لخوا د افغانانو نیولو لړۍ یو ځل بیا چټکه سوې او ګڼ شمېر هغه افغانان هم نیول سوي چې دغلته د اوسېدو قانوني اسناد لري.
پاکستاني قضایانو ویلي چې نیول سوي افغانان به د دوی د اسنادو د ریښتنولۍ تر معلومولو پورې په زندانونو کې ساتي.
په همدې حال کې د سند ایالت والي 'کامران ټېسوري' ناقانونه افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې په دوو اونیو کې له پاکستانه ووځي.
نوموړی په یوه ویډیويي پیغام کې چې پاکستاني رسنیو خپور کړی، وايي ناقانونه افغانان دې په دوو اونیو کې له پاکستانه لاړ سي کنه نو لس کاله به په زندان کې تېرې کړي.