روسيه په کریمیا کې د زیلینسکي د مېرمنې اولینا زیلینسکا اپارتمان لیلاموي

Sep 21, 2023 - 00:38
 6
روسيه په کریمیا کې د زیلینسکي د مېرمنې اولینا زیلینسکا اپارتمان لیلاموي
د کریمیا په ټاپوزمه کې روسي چارواکي د اوکراین د لومړۍ مېرمن اولینا زیلینسکا اپارتمان لیلاموي.
د راپورونو له مخې، د کریمیا ټاپوزمه چې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړې، په یالتا تفریحي ښار کې د اولینا زیلنسکا اپارتمان څه باندې درویشت میلیونه روبله ارزښت لري چې څه باندې دوه سوه اووه څلویښت زره ډالر کېږي.
په کریمیا کې د روسیې له لورې د غوره سوي پارلمان مشر ولادیمیر کانستانتینوف نن وویل چې یو شمېر نورې شتمنۍ هم چې د هغو بهرنیانو مربوط دي چې د روسیې مخالفې هڅې کوي، هم پلورل کېږي.