د اوکرایین جګړې یو کال؛‌ د ملګرو ملتونو سرمنشي د روسیې یرغل وغانده

Feb 23, 2023 - 15:33
 9
د اوکرایین جګړې یو کال؛‌ د ملګرو ملتونو سرمنشي د روسیې یرغل وغانده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش پر اوکرایین د روسیې د یرغل نږدې یوه کال له پوره کېدو سره د دغه سازمان د عمومی اسمبلۍ غونډې ته وینا کې دا یرغل غندلی دی.

د ملګرو ملتونو دې عمومي غونډه کې د اوکرایین او متحدانو له ملاتړه پر هغه برخمن خوځښت بحث کېده چې له روسیې غواړي له اوکرایین خپل ځواکونه سملاسي او له قید او شرط پرته وباسي.

کیېف هیله من دی چې د نړۍ هېوادونه به د دغه حرکت د ملاتړ له لارې ورسره پیوستون وښيي.‌

خو کرملین بیا لوېدیځ‌ تورنوي چې ګوندې غواړي په هره بیه وي، روسیه ماته کړي.

ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر 'واسیلي نېبېنزیا' دې غونډې ته ویلي،‌ امریکا او متحدان یې چمتو دي چې ټوله نړۍ جګړې ته ور ټېل وهي.

ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه خپل تر ۲۰۰ زره ځواکونه اوکرایین ته واستول.‌

دا له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته اروپا کې تر ټولو ستر یرغل بلل سوی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تر هغې راوروسته روانه جګړه کې نږدې ۷۲۰۰ ملکيان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.‌

د امریکا پوځ‌ وايي چې‌ دې جګړه کې تر اوسه له دواړو خواو لږ تر لږه سل سل زره سرتېري هم مړه یا ژوبل سوي‌.‌

همدا راز له ۱۳ میلیونو ډېر اوکرایینان بهر ته کډوال او یا په کور دننه بې ځایه کېدو ته اړوتي دي.

Flats damaged by shelling

‌د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي "دا یرغل جمعي وجدان ته یو سپکاوی دی. دا د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوال قانونه سرغړونه ده."

ښاغلی ګوتېرېش وايي‌ دا جګړه سیمه ییزې بې ثباتۍ ته لمن وهي او د نړیوالو کړکېچونو او اختلافاتو پر اور تېل شیندي.

هغه د اټومي‌ وسلو د کارېدو د ضمني ګواښونو یادونه هم وکړه. ‌

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل اوس د دې وخت دی چې د کړنګ له غاړې بېرته راوګرځو.

نوموړي خپله وینا کې زیاته کړه چې جګړه د حل لار نه بلکې پخپله یوه ستونزه ده او دا چې "د اوکرایین خلک په پراخه کچه کړاو سره مخ دي."

د نړۍ شپېتو هېوادونو دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو له مخې د اوکرایین جګړې د ژر پای ته رسېدو پر اړتیا او د 'جامع،‌ عادلانه او اوږدمهاله سولې' د ټینګښت پر اهمیت ټینګار وکړ.

سکون راډیو