د لوېديځو هېوادونو له خوا د تېلو بيو کمولو ته د روسيې غبرګون!

Dec 6, 2022 - 10:44
 3
د لوېديځو هېوادونو له خوا د تېلو بيو کمولو ته د روسيې غبرګون!

د روسیې د صادرېدونکو تېلو پر بیو تازه لګېدلی محدودیت او د تېلو د سترو صادروونکو هېوادونو هغه پرېکړه چې د بیو د کنټرول په خاطر تولید کموي په بازارونو کې د تېلو د بیو لوړېدو لامل شوي.

اوس د تېلو په بیلو کې دوه سلنه لوړوالی راغلی او د یوه بېرل تېلو بیه ۸۷.۲۵ ډالرو ته رسېدلې، که څه هم دا لا پر اوکرایین د روسیې له یرغل سره له راغلي لوړوالي ټیټ دي.

د تېلو د بیې لوړوالی به د پېټرولو او په ټولیزه توګه د ژوند د لګښتونو بیه لوړه بوځي چې وار له مخکې په ځینو هېوادونو کې په تېرو دریو یا څلورو لسیزو کې بې مخينې بلل شوې.

د نړۍ د سترو اقتصادونو یا جي اووه غړو هېوادونو پرېکړه کړې چې د روسیې د تېلو د هر بېرل پر بیه به د شپېتو ډالرو حد پلی کوي تر

څو روسیه پرې د اوکرایین جګړې ته ګټه ونشي کولی.

اروپايي ټولنې پتېلې چې نور به له روسیې د سمندر له لارې تېل نه واردوي. دوی نورو ځایونو ته هم د روسیې پر صادرېدونکو تېلو محدوديتونه لګولي. د اروپايي ټولنې غړو، جاپان، استرالیا، بريتانیا او امریکا کې هم کمپنیو ته ویل شوي چې تر هغې به د روسيې تېل نشي کارولی چې د بېرل بیه یې تر شپېتو ډالره ټيټه نه وي.

د دغو اقداماتو موخه دا ده چې روسیه پرې نږدي په خپلو تېلو ګټه وکړي. که څه هم د استونیا د بهرنیو چارو وزیر اورماس راینسالو بي بي سي ته ویلي چې که څه هم دا ګډ پیغام ورکول مهم دي خو دا کچه ډېره اغېزناکه نه ده.

نوموړي ويلي، "زه کلک باور لرم چې د تېلو پر اندازه د لګېدلي محدودیت پایله چې - هوکړه پرې سوې - ډېره کمزورې ده، ځکه روسیه هره ورځ شاوخوا لس ميلیونه بېرله تېل تولیدوي او که بیې په پام کې ونیسو نو په هر بېرل له ۲۵ (پنځه ویشت) ډالره پورته بیه د روسیې شرکتونو ته ګټه ده."

روسیه چې د نړۍ د تېلو دویم ستر تولیدوونکی هېواد دی وايي د خپلو تېلو پر بیه دا لګول شوی محدودیت به ونه مني او ګواښ يې کړی چې دا رنګ ګام اخیستونکو هېوادونو ته به د خپلو تېلو صادرات ودروي.

د کرېملېن ویاند دیمتري پېسکوف دا هم ویلي چې د روسیې پوځ د اوکرایین د جګړې لپاره اړتیا وړ ټولې سرچینې په واک کې لري.

نوموړي ويلي، د روسیې فدراسیون اقتصاد د دې بشپړه وړتیا لري چې د ځانګړو پوځي عملیاتو لپاره په کار اړتیاوې پرې پوره کړي. دا ډول اقدامات اغېز نشي پرې کولی. خو دا اقدامات به د انرژۍ بازارونو پر ثبات د بشپړې بې ثباتۍ تر بریده اغېز وکړي."

په داسې حال کې چې د روسیې د تېلو پر بیو د اروپايي ټولنې او جي اووه ډلې هېوادونو او استرالیا ګډ محدودیتونه عملي کېدونکي دي، اوکرايين ویلي چې په دغو اقداماتو کې د ځینو هېوادونو استثنا کېدل د دې ګامونو اغېز کموي.

خو په نړیواله کچه بیا دانرژۍ کارپوهان د تېلو د بیو د لوړېدو احتمال ګوري.

په ناروې کې د انرژۍ د یوې متخصصې ډلې غړي بي بي سي ته ویلي، دا چې روسیې د دغه بندیز پلي کوونکو هېوادونو ته ګواښ کړی چې تېل به نه ورصادروي، په راتلونکو میاشتو کې د انرژۍ په بازارونو کې د ګډوډۍ اټکل کېږي چې دا ښايي په راتلونکو اونیو کې د تېلو بیې لوړې کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د تېلو د صادروونکو هېوادونو ډلې یا اوپېک او ورسره هم‌ډلې هېوادونو چې روسیه او تر ۲۳ نور هېوادونه هم پکې دي تازه ویلي چې د نړۍ په کچه د بیو د ثبات په خاطر د تولید د راکمولو په پاليسۍ ولاړ دي.

پر اوکرایین د روسیې له برید سره د تېلو بیه پر بېرل تر ۱۲۰ ډالرو لوړه سوه ځکه وېره وه چې له روسیې د تېلو د رسېدو بهیر به ګډوډ سي خو وروسته دا بیې بېرته د نړیوال اقتصاد له کرارېدو او د تېلو د لګښت د کچې له ټيټېدو سره راوغورځېدې.

سکون راډیو