نړیوال پلټونکي اوکرایین کې د ژاپوریژیا اټومي بټۍ لیدو ته ځي

Aug 29, 2022 - 17:50
 3
نړیوال پلټونکي اوکرایین کې د ژاپوریژیا اټومي بټۍ لیدو ته ځي

د اټومي انرژۍ نړویوالې ادارې( IAEA) مشر وايي، اټومي څارنې یوه پلټونکې ډله یې د اوکرایین ژاپوریژیا اټومي بټۍ خوندیتوب لپاره دغه ځای ته روانه ده.

د دغې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي ويلي، تمه کېږي چې ټیم به د روانې اوونۍ وروستیو کې بټۍ ته ورسېږي.

هغه په یوه خپاره شوي ټویټ کې ویلي:

" موږ باید د اوکرایین او اروپا د تر ټولو لویو اټومي تاسیساتو امنیت خوندي کړو."

دغه اټومي بټۍ اوکرایین کې د مارچ میاشتې راهیسې د روسي ځواکونو له خوا نیول شوې ده.

د اوکرایین په سویل ختیځ کې د اټومي تاسیساتو په شاوخوا کې جګړه د دې لامل شوې چې د دغې ساحې د خوندیتوب او امنیت په اړه د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړي.

اوکرایین او روسیه د جګړې له پیله پر یوه بل د توغندیو د ویشتلو تورونه لګوي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، "نړۍ د بلېدونکي اور له کبله رامنځ ته کېدونکي ناورین نه څو ګامه لرې وه، کله چې د اور له امله برېښنا پرې شوه نو د برېښنا رسولو لپاره مو جنراتورونه ولګول."

ښاغلي زلینسکي زیاته کړې چې اور لګېدنې د برېښنا پايي ته زیان رسولی او دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د برېښنا فابریکه کار پرېږدي.

اوکرایین او روسیه یو پر بل د بریدونو پړه اچوي چې ډېر زیات مالي او ځاني تاوان یې اړولی دی.

د مارچ لومړیو کې روسي پوځیانو دغه فابریکه ونیوله خو لا هم د اوکرایین کارکوونکو له خوا تر سختو شرایطو لاندې فعالیت کوي.

کرمیلن دمخه هم دې ته اشاره کړې وه چې یوازې نړیوالو پلټونکو ته د دې اجازه ورکول کېږي چې د دغه اټومي بټۍ لیدنه وکړي.

مخکې له دې چې اوکرایین د دغې بټۍ د څارنې له پرېکړې ملاتړ وکړي؛ وېره یې درلوده چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره به پر زاپوریژیا اټومي بټۍ د روسيې اشغال ته مشروعیت ورکړي.

د دې ادارې مشر ویلي:

"تقریباً هره ورځ ژاپوریژیا اټومي بټۍ ته نږدې یوه پېښه کېږي، موږ نه شو کولی چې نور وخت له لاسه ورکړو."

د کارپوهانو په باور، د بټۍ پر شاوخوا د ګولیو ویشتل د اندېښنې وړ خبره نه ده ځکه چې پر ډبلو محافظتي دیوالونو پوښل شوې ده.

خو د برښنا پرې کېدل يې په هر حالت کې یو لوی خطر دی چې ټوله نړۍ یې اندېښمنه کړې.