ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر نږدې وخت کې د دغه هېواد پارلمان ته کلنۍ وینا وکړي

Dec 28, 2022 - 16:07
 4
ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر نږدې وخت کې د دغه هېواد پارلمان ته کلنۍ وینا وکړي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، ډېر ژر به د خپل هېواد د کورني او بهرني وضعیت په اړه پارلمان ته کلنۍ وینا وکړي.

زلنسکي په خپله بېګانۍ وینا کې وویل چې، د دغې اونۍ پېښې به یې له سیاسي پلوه هېواد ته مهمې وي.

هغه ویلي، د نوي کال له پيل سره سم اوکراینیان باید د خپلو ملي اهدافو لپاره ګډ درک ولري.

له روسي پوځیانو د سیمو بېرته نیول، د اوکراین بیا رغونه او هېواد ته د اوکراینیانو بېرته ستنول د دغو ملي اهدافو له ډلې یاد سوي دي.

له پرون راهیسې د اوکراین د پوځي چارواکو په وینا پر دغه هېواد د روسیې له خوا د دوو میزایلو په ګډون ۴۴ توغندیز بریدونه سوي دي.

اوکرایني پوځیانو هم بیا زاپوریژیا کې پر روسي اهدافو بریدونه کړي دي.

تر اوسه دغو تازه جګړو کې د مرګ ژوبلې څه نه دي ویل سوي.