اوکرایین جګړه؛ روسیې د سولې له ژمنې وروسته بریدونه زیات کړي

د اوکرایین د چيرينهېف سیمې والي ویاچسلاو چاوس ویلي، سره له دې چې روسیې په سمیه کې د پوځي فعالیتونو د کمولو ژمنه کړې خو د بریدونو کچه یې نه ده کمه شوې.
ویا چسلاو چاوس د روسیې ژمنه غندلې او ویلي یې دي چي"ایا موږ به په دوی باور وکړو؟ نه هیڅکله نه."
نوموړي په یوه انسټاګرام پیغام کې ویلي:"روسیې ټوله شپه پر چيرنهېف بمباري کړې."
د سې شنبې پر ورځ روسیې اعلان وکړ چې دوی به د چرنیهېف او پلازمېنې کیېف شاوخوا کې خپل عملیات کم کړي خو داسې ښکاري چې په خپلې کړې ژمنه کې پاتې راغلې.
څو ساعته وروسته له هغې چې روسیې اعلان وکړ چې د پلازمېنې له شاخوا به خپل یو شمېر سرتېري وباسي د چهارشنبې په سهار په کیېف کې د هوايي بریدونو د خطر زنګ ووهل شو.
د کیېف مرستیال ښاروال مایکولا پوفوروزنیک ویلي، که څه هم د شپې له خوا د ښار شاوخوا کې د ډزو غږونه اورېدل کېدل خو پر پلازمینه ډزې نه دي شوي.
امریکايي او اوکراییني چارواکي وايي، احتمال شته چې روسیه پر ختیځو سیمو د تمرکز لپاره هڅه کوي خپل سرتېري له کیېف لېري سیمو کې ځای پر ځای کړي.
د روسیې د دفاع وزیر مرستیال الکساندر فومین وايي، هېواد به یې د سولې په خبرو کې د "متقابل باور د ټینګولو" په موخه هڅه وکړي چې خپل "پوځي فعالیتونه څو برابره راکم کړي."
د مسکو او کیېف مزاکراتې پلاویو د سه شنبې په ورځ په استانبول کې د اوکرایین او روسیې د یو میاشتینۍ روانې جګړې د پاي ته رسولو په موخه درې ساعته خبرې کړي دي.
اوکرایین ویلي چې د امتیني تضمینونو په بدل کې یې د یو بې پرې هېواد کېدو وړاندیز یې کړی دی.
د روسیې د برید اصلي موخه له ناټو سره د اوکرایین د یو ځای مخنیوی و، روسي چارواکو ویلي، د ترکیې استانبول کې خبرې عملي پړاو ته رسېدلي دي، خو د روسیې د پوځي فعالیتوتو د کمولو ژمنه له شکونو سره مخ ده.
اوکرایین ولسمشر ولودمیر زلینسکي په یوه ویډیویې پیغام کې ویلي"اوکراینیان ساده خلک نه دي"
ښاغلي زلینسکي همدا راز ویلي، د سولې د خبرو لومړۍ نښې "مثبتې " وي خو په بشپړ ډول یې د روسیې بریدونه و نه درول.
نورو هېوادونو هم په دې تړاو غبرګونونه ښودلي، ولسمشر جوبایډن ویلي:" زه تر هغې څه نه وايم تر څو چې د دوی کړنې تعقیب نه کړم"
د برتانیا، فرانسې، جرمنې او ایټالیا مشرانو هم پر لویدیځ غږ وکړ چې د روسیې پر وړاندې خپل څار کم نه کړي.
ښاغلي چاوس د ټیلیګرام له لارې ویلي چې روسي ځواکونو د هوايي بریدونو په ګډون د شپې پر چرنیهېف ځمکني بریدونه هم کړي دي.
بي بي سي په خپلواکه توګه دا خبره نه ده تایید کړې.
د جرنیهېف ښاروال ولادیسلاو اتروشینکو ویلي، د روسیې هغه ژمنه چې په کيېف او چرنیهېف باندې به خپل بریدونه راکم کړي ښه خبره ده، خو که پرې باور وشي.
هغه بي بي سي ته وویل: "د سه شنبې تر ورځې د توپخانو مرمۍ پر یو شمېر استوګنځایونو لګېدلې چې شاخوا ۳۵ کسان یې ټپیان کړي، ځینو پکې خپلې پښې له لاسه ورکړي او یو شمېر پکې بیا وژل شوي دي."
له دې مخکې اوکرایین پوځ وویل، د دې هېواد په دوو مهمو سیمو کې د بریدونو کمولو په تړاو د روسیې اعلان ښايی یوازې د ګومارل شویو پوځي ډلګیو بدلون او د ناسم پوهاوي رامنځته کول وي.
دا څرګندونې د روسیې له هغه اعلان وروسته مخې ته راځي، چې وايي، د ''دوه اړخیز باور زیاتولو '' په موخه به د پلازمېنې کیېف او شمالي ښار چیرینهېف په شاوخوا کې ''پوځي عملیاتو کې پاموړ کموالی راولي. ''