خیبرپښتونخوا کې د ملېشې پر مرکز برید؛ ۲۴ پاکستاني سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې

Mar 30, 2022 - 22:28
 9
خیبرپښتونخوا کې د ملېشې پر مرکز برید؛ ۲۴ پاکستاني سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې

د پاکستاني طالبانو تحریک 'ټي ټي پي' د خیبر پښتونخوا په سویلي ضلع ټانک کې د ملیشې (ایف سي) پر مرکز برید کړی چې شپږ سرتيري پکې وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.

د ټانک پولیسو د چارواکو په وینا لږ تر لږه درې بریدګر تېره نیمه شپه ټانک سیمه کې د ایف سي پر مرکز چې تر ټولو خوندي ځای وو، ورننوتل.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې 'ای اېس پي ار' تر دې دمه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک 'ټي ټي پي' پر غاړه اخیستی او دغه برید کې پاکستاني ځواکونو ته تر دې د ډېرې مرګژوبلې اړولې ادعا کوي.

رپوټونه وايي لا روښانه نه ده چې وسله وال څنګه توانېدلي تر داسې یوه خوندي ځایه ځان ورسوي.

خو د ټانک د پولیسو یوه افسر وقار خان بي بي سي ته ویلي، ترهګرو د ایف سي مرکز ته په زینو ورختلی.

د ټانک د ایف سي مرکز کې چې د ایف سي لاین په نامه هم یادېږي، د پاکستان د پوځ، سرحدي ځواک او ملېشې سرتیري ځای په ځای دي.

په دغه مرکز کې حکومتي دفترونه او سویلي وزیرستان لپاره د پولیسو د مشر او نورو افسرانو دفترونه هم پراته دي.

پولیسو بي بي سي ته وویل چې ترهګر د افسرانو له لوري داسې مهال لیدل شوي چې هڅه یې کوله د زینو په وسیله دغه مرکز ته ور واوړي.

یوه ځایي خبریال صبغت الله بي بي سي ته وویل چې مرکز ته نژدې په پرېس کلب کې وو چې د ډزو غږونه یې واورېدل.

د صبغت الله په وینا ډزې د شپې له درېو بجو پیل شوې او تر سهاره يې دوام درلود.

هغه همدا راز ویلي "وروسته روښانه شوه چې د ټانک پر ایف سي مرکز برید شوی او بریدګر د ایف سي لاین کرښې ته ننوتي دي."

د ټانک ولسوالۍ روغتون مشر ډاکتر عباس شیراني بي بي سي ته ویلي، روغتون ته ۶ جسدونه او ۱۸ ټپیان ور وړل شوي چې ټپیان له لومړنۍ مرستې وروسته ډېره اسماعیل خان کې پوځي روغتون "سي اېم اېچ" ته لېږدول شوي دي.

ټانک، ډېره اسماعیل خان، بنو او کرک د خیبرپښتونخوا سویلي ضلع یا والسوالۍ دي خو ټانک له سویلي وزیرستان سره پر پوله پروت دی او له همدې کبله د ناامنۍ پېښې پکې زیاتې دي.

په دې وروستیو کې د سویلي وزیرستان په ګډون پخوانیو قبایلي سیمو کې امنیتي پېښې ډېرې شوي.

په تېرو څو ورځو کې له سویلي وزیرستانه پر امنیتي ځواکونو د دوو سترو بریدونو راپورونه ورکړل شوي چې امنیتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د سې شنبې په شپه د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د ډزو په پایله کې دوه پوځيانو او دوه نور کسان وژل شوي وو.