د افغانستان په اړه سیمه ییزه ناسته

Mar 30, 2022 - 19:21
 3
د افغانستان په اړه سیمه ییزه ناسته

د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به په تونکشي سیمه کې د افغانستان په هکله د دې هېواد د ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډې مشري وکړي.

چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډه سبا هم دوام کوي.

د دغه وزارت اعلامیه کې ویل شوي، له دې وروسته به ښاغلي یي ''د افغانستان ګاونډیو هېوادونه جمع افغانستان '' د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې کوربتوب هم وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، په افغانستان کې د ا.ا.ا حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي او د قطر او اندونیزیا بهرنیو چارو وزیران به هم د مېلمنو په حیث دې غونډه کې ګډون وکړي.

په پام کې ده، د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران یا استازي د چین په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د یادونې ده، چې له نننۍ غونډه مخکې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره اوونۍ په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته ورسېد او د اسلامي امارت له لوړپوړو استازو سره یې لیدنې درلودې.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وار له مخه په دې غونډه کې د ګډون لپاره چین ته رسېدلي دي.

له دې مخکې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د تېر کال اکتوبر کې په تهران کې وشوه.