اردوغان: ترکیه ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملا نه تړي

Jan 25, 2023 - 12:13
 3
اردوغان: ترکیه ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملا نه تړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، انقره به په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ ونه کړي. ښاغلي اردوغان دا څرګندونې د سویډن پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخې ته په یوه لاریون کې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم د سوځولو له پېښې له خبر خپرېدو دوه ورځې وروسته کړې دي.

د شنبې په ورځ د سویډن د یوه کیڼ اړخي ډنمارکې سیاستوال په مشرۍ یوه لاریون کې د قرآن کریم یوې نسخې ته اور واچول سو.‌

پېښه د سویډن پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخې ته شوې چې د ترکانو غوسه یې راپارولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکي یې ترینګل‍ي کړي دي.

په سویډن کې جګپوړو چارواکو ویلي، په دې لاریون کې د معترضانو له لوري د قرآن کریم د سوځولو له پروګرام خبر نه وو او د سمبالښت د جواز په اجازه کې اشاره هم نه وه ورته سوې، خو انقرې دا څرګندونې ناکافي بللې او په دې اعتراضي لاریون کې چې څه پېښ سوي د نه منلو وړ یې بللي.

سویډن پر اوکرایین د روسیې له پوځي یرغل وروسته په ناټو کې غړیتوب ته وهڅول شو او خپله غوښتنه یې وکړه، خو ددې غوښتنې د تایید لپاره د ناټو د غړي هېواد – ترکیې- موافقه هم باید له ځان سره ولي، مګر اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په ناټو کې د اسټاکهولم د غړیتوب د غوښتنلیک راتلونکی تر پوښتنې لاندې راوستلی.

د دوشنبې په ورځ ـ جنوري ۲۳مه- رجب طیب اردوغان وویل: "سویډن باید له ناټو سره د یوځای کېدو لپاره زموږ ملاتړ ته په تمه نه سي".

"ښکاره ده هغه کسان چې زموږ د سفارت مخې ته له سپکاوي ډک دغه عمل لامل شول، نور باید د خپلې غوښتنې د منلو لپاره زموږ د سخاوت تمه ونه لري".

ښاغلي اردوغان دغه لاریونونه چې د ډنمارک د یوه سیاستوال او د په اسټاکهولم کې د ډنمارک د (دنیش ګوند) غړي په بلنه جوړ سوي وو، (مقدساتو ته سپکاوی) ګڼلی او وايي چې دا ډول ناوړه عمل ته باید د وینا د ازادۍ د دفاع نوم ور نه کړل سي.

د سویډن حکومت پر دغه لاریون نیوکه کړې ده.

د شنبې ورځې په مازیګر کردانو او د ښاغلي اردوغان مخالفانو هم د سویډن پلازمېنه کې لاریونونه وکړل او په لړ کې یې د ښاغل‍ي اردوغان په څېره کې یوه جوړه نانځکه د اسټاکهولم د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته د برېښنا پر مزي راوځړوله.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیا بیلسټروم ویلي: "سویډن د بیان ازادۍ ملاتړ کې ډېرې هڅې او پراخه عمل کوي، خو دا په دې معنا نه ده چې د سویډن حکومت د هر ډول وړاندې سوې عقیدې ملاتړ کوي".

د ترکیې دفاع وزیر هم انقرې ته د خپل سویډیني سیال سفر د دغو لاریونونو له کبله لغوه کړی دی.

ترکیه چې د ناټو غړې ده دا اختیار لري چې د یوه بل متقاضي هېواد له غړیتوب سره مخالفت وکړي.

وړاندې انقرې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب له موافقې سره ځینې شرطونه غوټه کړي وو چې په سر کې یې ترکیې ته باید سویډن د کردانو ځینې مهم مشران وسپاري.

که څه هم د سویډن حکومت د معترضانو دا ګام (کرکه پاروونکی) بللی، خو ترکیې دا څرګندونې کافي نه دي ‌بللې.

دا لومړی ځل نه دی چې سویډن کې قرآن کریم سوخول کېږي، د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په وروستیو کې هم دغه هېواد کې د یو شمېر افراطي کیڼ اړخو له لوري د قرآن کریم له سوځولو وروسته مظاهرې سوې وې او مظاهرین او پولیس لاس او ګرېوان سوي وو.