خېبرپښتونخوا کې پر پولیس برید؛ یو تن وژل شوی او بل ژوبل دی

په خېبرپښتونخوا کې وسله والو کسانو پر هغو پولیسو برید کړی چې د پولیو د واکسیناتورانو امنیت یې نیولی و.
چارواکي وايي چې دې برېد کې یو تن وژل سوی او یو بل ټپي دی.
د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي منلې. امنیتي چارواکي وايي چې دوو موټر سایکل سپرو پر پولیس افسرانو ډزې وکړې چې په پایله کې یو پولیس ځای پرځای مړ او دوهم سخت ټپي سو.
نننۍ حمله د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د پنځه ورځني کمپاین په دوهمه ورځ سوې ده.
ټاکل سوې چې د دې کمپاین پر مهال په خېبرپښتونخوا کې شااوخوا ۶،۵ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل سي.
وروسته له دې چې پاکستاني طالبانو د پاکستان له حکومت سره څه باندې یو میاشتنی اوربند پرون فسخ کړ، دا د دې ډلې لومړنۍ حمله ده.
دا اوربند د افغان طالبانو په منځګړتوب د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو پر مهال په نوومبر میاشت کې اعلان سوی و.
دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون خپور سو، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تور لګولی چې د دوی کسان یې وژلي او له اوربنده یې سرغړونه کړې.
په بیان کې راغلي چې په داسې یو حالت کې د اوربند غځول ممکن نه دي.