هلمند په باغران او سنګین ولسوالیو کي د ۷ میلونو افغانیو په لګښت د پروژو چاري پیل سوي.

Nov 16, 2024 - 16:05
 22
هلمند په باغران او سنګین ولسوالیو کي د ۷ میلونو افغانیو په لګښت د پروژو چاري پیل سوي.

هلمند دوالي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض سکون راډیو سره د خبرو پر مهال وویل ؛ ددغه ولایت  باغران ولسوالۍ دېوانه کلي کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د اوبو ذخیره کولو کوچنی بند د ۴۱ لکه افغانیو په لګښت یې ر غنیزي چارې پیل سوي .

د ریاض په وینا  د یاد بند  د سروې او ډیزاین چاري د یاد وزارت اړوند هلمند د اوبو لګولو ریاست د مسولینو په زیار سره  د فني او تخنیکي ټیم له لوري ترسره سوي دي.

 

نوموړي زیاته  کړه دغه بند چې ۹۵ متره اوږد والي لري او ۵ متره لوړوالی لري د ۸۵۰۰ متره مکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري،سلطان افغان خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل سوی دی او د شپږ ۶ اونیو په موده  کې  به بشپړ او ګټي اخیستني ته به وسپارل سي.

 

د یو بل خبر له مخي دیاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت سکون راډیو ته وویل ؛  ددغه ولایت سنګین  ولسوالۍ کي د څه کم درې میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د داغ ګیرۍ او اساسي جوړولو چاري پیل سوې .

 

نوموړي زیاته کړه یاد سړک د  سنګین ولسوالۍ ښاروالۍ له لوري د همدي  ولسوالۍ مرکزي بازارکې چې څه د پاسه  ۳۰۰۰  متره مربع سړک د داغ ګیرۍ او اساسي ډول ده ۲ میلیونه او ۸ لکه افغانیو په لګښت  یې رغول چارې پیل سوي .

 

د نوموړي په خبره  د یاد کار په سرته رسوولو سره به د سنګین ولسوالۍ د بازار سړک بیا ځلي جوړ او او سېدونکي به یې له هغه ستونزو خلاص سي چې مخکي ورسره مخ وه .

 

هلمند کي داسي مهال د ۷ میلونو افغانیو په لګښت د دوو پروژو د چارو د پیل خبر ورکول کیږي چي له دژ وړاندې هم دلته د بیلابیلو ادارو او بنسټونو له لوري رغنیزي پروژي تطبیق او ګټي اخیستني ته سپارل سوي دي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو