هلمند کي بست خصوصي پوهنتون د محصل نړیواله ورځ ولمانځل.

Nov 16, 2023 - 17:43
 26
هلمند کي بست خصوصي پوهنتون د محصل نړیواله ورځ ولمانځل.

نن پنجشنبه د عقرب د میاشتي ۲۵ نیټه د محصل د نړیوالي ورځي سره سمون خوري.

دا ورځ هلمند کي بست خصوصي پوهنتو د یو لړ شاندارمراسیمو په ترځ کي ولمانځل.

لمانځغونډي ته ددې خصوصي پوهنتون ریئس  وویل: چي دوی په ډېرو سختو شرایطو کي زدکړي کړي او په وینا یې اوس د زدکړو لپاره ښه زمینه مساعده ده نو زدکړیالان باید کوښښ وکړي چي د زدکړو  په مټ ځان تر خپل هدفه  ورسوئ.

مراسیمو ته د بست روغتیایي علوم انیستتیوت مشر د محصل د نړیوالي ورځي پر تاریخي بهیر بحث وکړ او وویل چي د یادي ورځي لمانځل د ۲۰۰۱ کال راهستي په افغانستان کي لمانځل کیږي.

ددې ورځي د لمانځولو د اهمیت په اړه زدکړلانو سکون راډیو ته په خپلو خبرو کي وویل چي دداسي ورځو لمانځل د زدکړیالانو د تشویق لپاره ډېر مهم دي

دوي له حکومته څخه غوښتنه وکړل چي کاري فرصتونه زیات کړي ترڅو له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته په دنده وګمارل سي ترڅو ټولني او هیواد ته کار وکړي.

هلمند کي بست خصوصي پوهنتون داسي مهال د محصل نړیواله ورځ لمانځي چي څه باندي یو کال کیږي چي د ښځینه زد ه کړیالانو پر مخ د پوهنتونو دروازي بندي دي چي ورسره په زرګونه ښځينه زدکړیالاني د لوړو زده کړو څخه بې برخي پاتې سوي دي.

کرم خان ”سمسور

سکون راډیو