هلمند کې څه باندي ۷ لکه امریکایي ډالرو په لګښت درې پروژې پرانیستل سوي

Nov 13, 2023 - 22:49
 54
هلمند کې څه باندي ۷ لکه امریکایي ډالرو په لګښت درې پروژې پرانیستل سوي

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمیشنرۍ ( UNHCR )  په مالي ملا تړ د واو موسسې په تطبیق سره د پاکو اوبو د رسونې د دو شبکو په ګډون د سي ټي کمیونیټي کمپلیکس درغونې درې پرژوې د ۷ لکه ۷۵۰زره ۸۱ امریکایي ډالرو په لګښت پرانستل سوي .

ددې پروژو د پرانستلو په مراسیمو کې لښکرګاه ښار والۍ  مسولینو وویل : د لښکرګاه ښار والۍ لخوا (UNHCR) موسسې په مالي ملاتړ او د واو موسسې په تطبیق سره یوه د پاکو اوبو شبکه د لښکرګاه ښار دریمي حوزي بولان سيمه ، اوبله شبکه نهرسراج ښارګوټي کې چې ۶۸۰کورنۍ به له پاکو ابو څخه برخمي سي

د  دوي په خبره یادو دریو پروژو باندي ۷ لکه ۷۵۰زره ۸۱ امریکایي ډالره لګښت راځې چې ټول لګښت یي د ملګرومیلتونو کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) لخوا ورکول کېږي او د شپږو میاشتو په موده کې به جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سي.ر

همدغه راز بیا په یادو مراسیمو کې د هلمند مرستیال والي  یاد کارونه د هېواد د پرمختګ زیری وبلياو زیاته کړه چې په هره برخه کې چې د بیا رغوني کارونه کېږي دولس لپاره به زیات کټور تمام سي .

نوموړي له ټول هېواد والو څخه غوښتنه وکړه د هېواد په د بیا رغونې په کارونو په ساتلو او پالنه کې همکاري وکړي  تر څو دا هېواد هم د نورو هېوادنو سره سیال سي.

ورته مهال  بیا د هلمند ولایت اوسېدونکي هم د یادو پروژې د دغه ولایت لپاره زیاتي ګټوري بولي او غوښتنه کوي چې په نور برخو کې دي هم دغه ولایت ته کار وسي.

هلمند کي داسي مهال د څه باندي ۷ لکه امریکایي ډالرو په لکښت دري پروژي پرانیستل سوي چي له دې څو اونۍ وړاندې د ګډوالو د عالي کمیشنري له لوري د لښکرګا ښار په مختار کمپ سیمه کي یو بشپړ روغتیایی مرکز جوړ او ګټې اخیستني سپارل سوی دی.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو