د فرانسې ولسمشر: په اوکراین کې د روسیې د جګړې پای ته رسولو هڅه کوم

Jun 15, 2022 - 18:12
 10
د فرانسې ولسمشر: په اوکراین کې د روسیې د جګړې پای ته رسولو هڅه کوم

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ژمنه کړې، چې په خپل ټول وس به هڅه وکړي څو په اوکراین کې د روسیې جګړه پای ته ورسېږي.

د مکرون له دغو څرګندونو ظاهراً داسې ښکاري، چې هغه د مسکو پر وړاندې خپل پخوانی دریځ چې د کییف او د فرانسې د اروپایي متحدانو اندېښنې یې راپورته کړې وې، بدل کړی دی.

مکرون چې د درې ورځني سفر په پیل کې نن رومانیا ته رسېدلی.

پر هغه د اوکراین او د ختیځې اروپا د متحدانو له خوا په دې خاطر انتقادونه شوي وو، چې د دوی په وینا د روسي ځواکونو پر وړاندې جګړه کې یې د اوکراین زیات ملاتړ نه دی کړی.

مکرون په رومانیا کې د تور سمندرګي په غاړه کونسټانټا کې د ناتو ځواکونو په یوه اډه کې وویل: "موږ به له ټولو امکاناتو کار واخلو چې د روسیې جګړه ودرو څو د اوکراینیانو او د پوځ ملاتړ یې وکړو او خبرو اترو ته دوام ورکړي."

ټاکل شوې، چې مکرون نن د ورځې په وروستیو کې د مولدوایا پلازمېنې کیشینوف ته هم لاړ شي او د دې هېواد له لویدیځ پلوې ولسمشرې مایا ساندو سره خبرې وکړې.