ګوګل پلې د ټرمپ خواله رسنۍ اپليکېشن بند کړ

Aug 31, 2022 - 17:19
 6
ګوګل پلې د ټرمپ خواله رسنۍ اپليکېشن بند کړ

ګوګل پلې کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ خواله رسنۍ "ټروت سوشل" پر اپلیکېشن بندیز لګېدلی دی.

ګوګل وايي، دا رسنۍ یې ځکه له خپل لېسته ویستلې چې د ګواښونو او تاوتریخوالي هڅولو په ګډون یې د دغه شرکت له پالیسیو سرغړونه کوله.

د ګوګل پلې له دغه اقدام وروسته د انډرویډ ټلیفونونو کاروونکي د یادې رسنۍ اپلیکیشن په ګوګل پلې کې نه شي موندلی.

د ښاغلي ټرمپ له خوا تازه جوړه شوې خواله رسنۍ ټروت سوشل"ريښتینې خواله" د روان کال فبرورۍ کې د امریکا اپل اپ له لارې په محدوده کچه خپل فعالیت پیل کړ.

هغه مهال ماهرینو ویلي وو چې دا اپلیکېشن ټویټر ته ورته والی لري.

تېره اوونۍ ټروت سوشل"ریښتینې خواله" رسنۍ اجرایوي مشر ویلي و چې دغه اپلیکیشن ته د خلکو لاسرسی د یاد شرکت پریکړې پورې اړه لري.

خو ګوګل وايي پر قوانینو یې عمل کول د ټروت سوشل رسنۍ کار دی.

د ګوګل یوه ویاند بي بي سي ته ویلي:"موږ د اګسټ په ۱۹ ټروت سوشل رسنۍ ته د معیاري پالیسیو د څو سرغړونو خبر ورکړ."

هغه زیاته کړې:"د کاروونکو لپاره د اغېزناکو سیسټمونو درلودل زموږ د خدمتونو شرایط دي او دا ګوګل پلې کې د هر اپلیکیشن لپاره پام کې نیول کېږي."

د ټرمپ له خوا د ټروت سوشل رسنۍ مشري پخواني ګانګرېس غړي ډیوین تونیس کوي، ښاغلي تونیس ویلي و چې یاده رسنۍ به له هر ډول سانسور ازده او د بیان د ازادۍ ریښتینې استازولي به کوي.

ښاغلي ټرمپ وروسته له هغې د خپلې خواله رسنۍ د جوړولو اعلان وکړ چې، د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د هغه پلویانو د امریکا پر کانګرېس ودانۍ برید وکړ.

د ټویټر او فسبوک په څېر لویو خواله رسنیو پر نوموړي بندیز ولګوو او حسابونه یې وروتړل.