ملا محمد حسن اخوند د چارشنبې په ورځ د پروان بګرام کې د امریکايي ځواکونو د وتلو یو کال پوره کېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، نړیوال باید ستونزې جوړې نه کړي:
"هر څه چې د دوی له انده ستونزې دي باید د خبرو له لارې حل شي، نه دا چې د ستونزو جوړولو لپاره پلمې جوړې کړي". ده وویل، چې ا ا ا له نړیوالو سره خبرو ته چمتو دي.
د بګرام هوايي ډګر کې جوړو شویو دغو مراسمو ته د ا ا ا لومړي وزیر دا هم وویل چې له امریکايي ځواکونو دوی ته له خاورد ډکو جالونو پرته هېڅ کوم بنسټیز کار نه دی پاتې شوی.
ده پر افغانانو غږ وکړ چې پر بهرنیانو دې خپل ځانونه نه تړي، بلکې خپل هېواد دې پخپلو لاسونو جوړ کړي
ملا محمد حسن اخوند زیاته کړه، چې اوس افغانستان کې امنیت راغلی، وژنې پای ته رسېدلې دي، او "اوس به هغه څوک تخريب کوي چې له لاسه یې عیش او عشرت وتلی وي، دوی موږ ته کوم داسې څه پرېښودل چې دا ملت پرې هوسا شوی وي".