چارواکي: جوزجان کې د کلفت بندر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

Dec 9, 2021 - 17:29
 8
چارواکي: جوزجان کې د کلفت بندر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وایي، د کلفت بندر چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درېیم لوی سوداګریز بندر دی، ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان ماليې وزارت هم دا خبر تایید کړی او ویلې یې دي چې د دغه بندر پرانېستل به د سوداګریزو راکړو ورکړو ترڅنګ، خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

مالیي وزارت دغه شان ویلي، د دغه بندر پرانیستل به د افغانستان پر اقتصادي وضعیت هم مثبتې پایلې ولري.

د کلفت بندر په هرات کې له تورغونډۍ او فاریاب کې له اقینې بندر وروسته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ تر ټولو ستر سوداګریز بندر دی.