افغانستان کې د امو سېند پر غاړه مېشت خلک له ناورین سره مخامخېدونکي دي

Feb 22, 2023 - 11:03
 4
افغانستان کې د امو سېند پر غاړه مېشت خلک له ناورین سره مخامخېدونکي دي

د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د امو سېند پر غاړه د پنځو ولایتونو اوسېدونکو خبرداری ورکړی، چې د را روان کال پسرلي کې ددغه سېند له مستېدو او څپانده کېدو سره به زرګونه کورنۍ بې کوره او سېند به لسګونه زره جرېبه ځمکه له ځان سره ډوبه کړي.

د افغانستان خوا ته د امو سېند د غاړو نه تحکیمات یا د استنادي دېوال د نشتوالي له کبله دغه سېند هر کال په پرله پسې توګه کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړوي .

په پسرلي کې ددغه سېند له مستېدو سره د څلور ولایتونو بدخشان، تخار، کندوز، بلخ او جوزجان، چې د آمو سېند څنډه کې پراته دي د اوسېدونکو ژوند او د عاید یوازېنۍ سرچینه کرنیزې ځمکې ګواښي .

دغه سېند له افغانستان سره د دریو ګاونډیو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ۱۲۰۰ کیلومتره ګډه پوله جوړوي، چې په پسرلي کې، ددغه سېند د اوبو د سطحې له لوړوالي سره ځواکمنې څپې پیلېږي او د افغانستان لوري ته د سېند څنډې ویجاړوي .

محمد نعیم یو له هغو سلګونو کسانو دی چې کور یې د تخار ولایت درقد ولسوالۍ کې د امو سېند مستو څپو ویجاړ کړی.

دی اندېښنه ښيي که د امو سېند د څنډو تحکیمات و نه سي نو وېره یې دا ده، په هغه کور کې، چې اوس له څلورو نورو کورنیو سره یو ځای اوسېږي په پسرلي کې د سېند له مستېدو سره د ده د کور په ګډون سلګونه کورونه له ځان سره ډوب کړي .

امو سېند

د هغه په وينا، په تېرو څو کلونو کې يو شمېر کورنۍ له درې تر څلورو ځلو له يوه ځايه نه بل ځاى ته کوچېدلې دي .

ښاغلی نعیم وایې "درقد ولسوالي د دو سېندونو منځ کې ده، چې یو خوا ته یې د تاجکستان سېند او بل خوا ته یې آمو دی، چې ددغه سېندونو د څپو له کبله درقد ولسوالي سخته اغېزمنه سوې ده، ځکه دغو سېندونو د خلکو کرنیزې ځمکې او کورونه له ځان سره ډوب کړي او خلک یې پر بیابان ژوند کوي".

نوموړی د ا.ا.ا څخه غواړي، چې په دې ولسوالۍ کې د دواړو سېندونو غاړې پخې کړي، چې د نورو زیانونو مخه ونیول سي .

د درقد یو بل اوسېدونکی سید اکبر زیارمل وايي، پخوا به د درقد ولسوالۍ ناامنه بلل کېده، اوس دا بهانه نشي کېدای، ځکه نو د دې ولسوالۍ خلک د ا.ا.ا نه غواړي، چې په دې ولسوالۍ کې د امو سېند څنډيې پخې (استنادي) دېوال جوړولو لپاره ګام واخلي .

د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان، تخار، کندوز او د افغانستان په شمال کې د بلخ او جوزجان ولایتونو د ولسوالیو د اوسېدونکو له پرله پسې شکایتونو وروسته، چې د امو سېند د څنډو په اوږدو کې مېشت دي، اوس د طالبانو حکومت ددې ستونزې د ارزونې په موخه یو پلاوی ټاکلی دی.

خلک له ناورین سره مخ دي

امو سېند

امو سېند

دغه پلاوي چې د یادو ولايتونو بېلابېلو ولسواليو ته تللی، وايي ددې سیمو خلک له یوه ناورين سره مخ دي.

 د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري چې د دغه پلاوي مشري یې کوله، وايي وېره شته چې په زرګونه نورې کورنۍ هم له دغو ولسوالیو بې ځایه سي.

"هري سیمې ته چې موږ تللي یو د هغه سیمې لسګونه کلي، کورونه، ښوونځې، مدرسې او سپېڅلي ځایونه لکه جوماتونه د امو سېند له ځان سره ډوب کړي دي او خلک یې هم بې کوره شوي دي، ان داسې سیمو ته ولاړو، چې د سېند اوبو د خلکو کورونه له ځان سره وړي او اوسېدونکي یې په رېګونو کې تر شنه اسمان لاندې اوسي، د څښاک لپاره اوبه نه لري، د اوسېدو لپاره ځان نه لري، لاره او روغتیایي مرکز نسته او له بېلابیلو ستونزو سره مخ دي".

 پلاوی وايي، چې په څلورو ولایتونو کې یې د امو سېند د غاړو د ویجاړۍ په اړه تر څېړنې وروسته د نورې ویجاړتیا د مخنیوي او د سېند د څنډو د تحکیماتو لپاره د شاوخوا شپږ میلیارده افغانۍ د لګښت اټکل کړی دی.

خو د دغه پلاوي په وینا، د مالي سرچینو د کمښت له امله اوس مهال د وزیرانو شورا یوازې دوه میلیارده افغانۍ بېړنۍ بودیجه د امو سېند د غاړو د پخولو (استنادي دېوال) جوړولو لپاره ځانګړې کړې، هغه ولسوالۍ، چې په پسرلي کې د امو سېند د څپانده کېدو له امله اغېزمنېږي د نورو ویجاړیو مخنیوی په کې وسي.

چارواکو له کورنيو او نړيوالو مرستندويه موسسو هم غوښتي چې د دې ستونزې د حل لپاره له ځايي خلکو سره همکاري وکړي، هغه غږ چې په تېرو لسو لسيزو کې کم اورېدل شوى او ورته پاملرنه کمه سوې ده.

سکون راډیو