په اسلام اباد کې د هند د حکومت یو مخالف کشمیری مشر وژل سوی

Feb 22, 2023 - 11:21
 17
په اسلام اباد کې د هند د حکومت یو مخالف کشمیری مشر وژل سوی

په پاکستان کې امنیتي مقامات وايي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر یو بیلتون غوښتونکی مشر، چې هند ترهګر باله، په اسلام اباد کې په ډزو وژل سوی دی.

امنیتي مقامات وايي‌ چې امتیاز عالم له څو کالونو راهېسې په اسلام اباد کې ژوند کاوه او تېره ورځ فبروري ۲۰ (کب لومړۍ) د ماښام له لمانځه وروسته کور ته په لار و چې وسله والو درولی او وژلی دی.

امنیتي چارواکي وايي په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي چې معلومه کړي هغه په کومه شخصي دښمنۍ کې وژل شوی او که تر «هدف لاندې و». امتیاز عالم نن سه شنبه خاورو ته وسپارل سو.

د امریکا غږ اردو څانګه وايي چې د وژل سوي مشر اصلي نوم بشیر احمد پیر و او د هند تر ولکې لاندې کشمیر د کپواړه د سیمې اوسېدونکی وو.

د هند حکومت د ۲۰۲۲ د اکتوبر په میاشت کې امتیاز عالم د ترهګرو فعالیتونو له کبله ترهګر ونوموه.

د هند د کورنیو چارو وزرات ویلي وو چې هغه د پاکستان د «حزب المجاهدین، لشکر طیبه» او نور دا ډول مشکوکو ترهګرو ډلو سره همکاري لرله او په فعالیتونو کې دخیل وو.

هند دا ډلې ترهګرې او په هند او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یې په ترهګریزو فعالیتونو کې دخیلې ګڼي.

 تر دې دمه د هغه د وژلو مسئولیت چا نه دی منلی.

سکون راډیو