بایډن: پوتین فکر کاوه 'سر سخت' دی خو د "امریکا د اوسپنیزې ارادې" سره مخامخ سو

Feb 22, 2023 - 11:26
 3
بایډن:  پوتین فکر کاوه 'سر سخت' دی خو د "امریکا د اوسپنیزې ارادې" سره مخامخ سو

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۱ (کب دوهمه) په وارسا کې یوې غونډې ته وویل چې د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین فکر کاوه چې هغه "سرسخت" او قوی دی خو بیا د "امریکا د اوسپنیزې ارادې" سره مخامخ سو.

بایډن په اوکراین کې د مسکو د یرغل د لومړۍ کالیزې په مناسبت وویل: "هغه فکر کاوه چې د هغه په څیر مستبد خلک ډیر کلک دي او د دموکراسۍ مشران نرم دي او بیا هغه د امریکا او د هغو هیوادونو د اوسپنیزې ارادې سره مخامخ سو چې په هر ځای کې یې داسې نړۍ رد کړې چې د ډار په واسطه په کې حکمراني وسي."

ولسمشر بایډن تیره ورځ په یو نااعلان سوي سفر د اوکراین پلازمینې کیف ته ولاړ او د هغه هیواد څخه یې د امریکا هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي بایډن د سه شنبې په ورځ په پولنډ کې د روسیې د یرغل د لومړۍ کلیزې په درشل کې په خپله وینا کې وویل چې جګړه ځپلي اوکراین به "هیڅکله د روسیې لپاره یوه بریا نه وي".

هغه زیاته کړه: "یو دیکتاتور چې د یوې امپراتورۍ د بیا جوړولو په لټه کې دی هیڅکله به د ازادۍ لپاره د خلکو مینه آرامه نه کړي، ظلمونه به هیڅکله ونه شي کولی چې د ازادۍ اراده وځپي. اوکراین به هیڅکله د روسیې لپاره یوه بریا نه وي. هیڅ وخت."

ولادیمیر پوتین لویدیځ هیوادونه په اوکراین کې د جګړې په پیلولو تورن کړل. خو هغه زیاته کړه چې لویدیځ نسي کولای روسیې ته د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړي.

د روسيې ولسمشر د خپل هېواد پوځي او سياسي مشرانو ته په خطاب کې وويل: لويديځ اشرافيان خپل هدف نه پټوي. خو دوی بیا هم پوهیږي چې د جګړې په ډګر کې د روسیې ماتول ناممکن دي.

هغه زیاته کړه چې لویدیځ غواړي پر روسیې برید وکړي، خو د امریکا ولسمشر وايي چې لویدیځ نه غواړي پر روسیې برید وکړي.

بایډن زیاته کړه چې میلیونونه روسي اتباع چې غواړي له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي "دښمنان نه دي."

جوبایډن یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له اوکراین سره د امریکا ملاتړ به پر ځای پاتې وي او په دې اړه باید هېڅ شک ونه سي.

پرون، د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د کتنې په ترڅ کې، هغه د اوکراین د دموکراسۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د متحده ایالاتو په "نه ماتیدونکې" ژمنتیا ټینګار وکړ.

سکون راډیو