سپینه ماڼۍ: امریکا او روسيه به د جنورۍ په ۱۰مه پر امنیتي مسئلو خبرې وکړي

سپینه ماڼۍ وایي، امریکایي او روسي چارواکي به د جنورۍ په ۱۰مه پر امنیتي مسئلو خبرې وکړي.
لوېدیځو اژانسونو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د یوه ویاند په حواله دا خبر داسې مهال ورکړی چې د اوکراین پر سر د مسکو او واشنګټن اړیکې خړې پړې سوې دي.
د روسیې او متحده ایالاتو دا دوه اړخیزې خبرې به د اټمي وسلو پر کنټرول او د اوکراین پر مسئله ورټولې وي.
ټاکل سوې د امریکا او روسیې تر دوه اړخیزو خبرو دوه ورځې وروسته د جنورۍ په ۱۲مه روسیه د ناټو له چارواکو سره هم غونډه ولري.
دې لیدو کتو کې به لوېدیځ قدرتونه له روسیې غواړي چې د اوکراین سرحد ته نږدې پوځي تحرکات ودروي او روسیه به بیا دا غوښتنه کوي چې ناټو دې د اوکراین، ګرجستان او یو شمېر نورو هېوادونو ملاتړ پای ته ورسوي.