هند د سپوږمۍ په جنوبي برخه کې خپله سپوږمکۍ کېنوله

Aug 23, 2023 - 22:49
 13
هند د سپوږمۍ په جنوبي برخه کې خپله سپوږمکۍ کېنوله
هند د سپوږمۍ په جنوبي برخه کې خپله سپوږمکۍ د نوي ډیلي په وخت نن مازدیګر شپږ بجې او څلور دقیقې کېنوله.
ساینسپوهان وایي چې ښایي هلته کنګل سوې اوبه او ارزښتمن عناصر وموندل سي.
سپوږمۍ ته د هند دا ماموریت څو ورځې وروسته تر دې بریالی سو چې د روسیې ورته ماموریت ناکامه سو.
د هند یوه پخوانۍ هڅه په ۲۰۱۹ کال کې ناکامه سوې وه.