ایراني چارواکي: د وروستیو اعتراضونو له پیله تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل سوي.

Dec 5, 2022 - 10:36
 25
ایراني چارواکي: د وروستیو اعتراضونو له پیله تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل سوي.

د ایران یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي، چې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو له پیله تر ۲۰۰ زیات کسان وژل سوي دي.

د ایران یوه مخکښه امنیتي اداره وايي، په ایران کې په ملي سطحه د اعتراضونو له پیله تر ۲۰۰ زیات کسان وژل سوي دي.

په ایران کې دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل سوې چې د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه د مهسا امیني په نوم یوې ۲۲ کلنې مېرمنې چې پولیسو په تهران کې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیولې وه، په کوما حالت کې روغتون ته له رسول کېدو وروسته ساه ورکړه.

ایرنا خبري اژانس د ایران د ملي امنیت عالي شورا په حواله خبر ورکړی، چې پرون شنبه یې ویلي په ایران کې د اعتراضونو له پیله د وژل سویو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی دی.

دغه شورا وايي په وژل سویو کې امنیتي ځواکونه، ملکیان، بېلتون غوښتونکي او «بلواګر» شامل دي. دا هغه اصطلاح ده، چې ایراني چارواکي یې اعتراض کوونکو ته کاروي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یوه جنرال روانه اوونۍ د لومړي وار لپاره ویلي وو، چې د ایران په وروستیو ناکراریو کې تر ۳۰۰ زیات کسان وژل سوي دي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا وايي، د دې ترڅنګ په وروستیو ناکراریو کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي زیانونه هم اوښتي دي.

خو د ایران د بشري حقونو ټولنې هرانا چې بېلابېل سازمانونه یې تر چتر لاندې فعالیت کوي پرون ویلي، چې په ایران کې د وژل سویو شمېر ۴۶۹ ته رسېدلی، چې په دې ډله کې ۶۶ ماشومان شامل دي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا وايي، د دې ترڅنګ په وروستیو ناکراریو کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر ولکر ترک څو ورځې مخکې ویلي وو، چې په ایران کې پر اعتراض کوونکو د فشارونو په نتیجه کې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د ماشومانو په ګډون تر ۱۴۰۰۰ ډېر کسان نیول سوي دي.

د اعتراضونو په دوام کې له ایران د میترا حجار په نوم د سینما د یوې د پېژندل سوې لوبغاړې د نیول کېدو خبر ورکړل سوی، خو علت یې نه دی په ډاګه.

سکون راډیو