يوناما: افغانستان کې دې بشري حقونو ته درناوی وسي.

Dec 5, 2022 - 10:26
 16
يوناما: افغانستان کې دې بشري حقونو ته درناوی وسي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د ټویټونو په یوه لړۍ کې چې وروستی یې پرون او لومړی یې د ډسمبر په لومړۍ نېټه خپور سو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې مواد خپاره کړي او ورسره یې لیکلي چې، ټول افغانان د کرامت، برابرۍ او ازادۍ مستحق دي.

د دې اعلامیې په نهمه ماده کې چې پرون یوناما خپره کړه راغلي دي چې، هېڅوک نه‌شي کولای ما په غیرقانوني ډول ونیسي، توقیف مې کړي یا مې په ناحقه له خپل هېواده وباسي.

وناما له دې مادې سره لیکلي دي چې افغانستان د بشري حقونو نړیواله اعلامیه لاسلیک کړې ده نو د دې اعلامیې هرې مادې ته یې باید درناوی سي.

هېڅوک حق نه لري چې ما شکنجه کړي، زه د ژوند حق لرم او باید په ازادۍ او امنیت کې ژوند وکړم، زه ازاد او له نورو سره مساوي پیدا شوی یم او له ټولو انسانانو سره باید یو ډول چلند و سي، په ترتیب سره د نوموړې اعلامیې لومړۍ، درېیمه او پنځمه ماده ده چې یوناما د ډسمبر له لومړۍ نېټې په را وروسته ورځو کې پر خپل ټویټر خپرې کړي.

ملګري ملتونه داسې مهال د بشري حقونو د موادو د عملي کېدو پر اړتیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې په تېرو څه کم شپاړسو میاشتو کې دا.ا.ا واکمن دي او د دوی حکومت د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دی.

د ښځینه او نارینه فعالانو او خبریالانو بندي کول، د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیزونه، د رسنیو او بیان پر ازادیو محدودیتونه، په پخواني نظام کې د کار په تور د خلکو نیول او له دندو ایستل او لسګونه نور هغه موارد دي چې د طالبانو حکومت پرې تورن دی، خو ډېری دا محدودیتونه پر ښځو متمرکز دي.

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په درشل کې د ښځو د حقونو مدافع فعالانو د نومبر په ۲۷مه په لندن او څو نورو لویو ښارونو کې د افغان ښځو په ملاتړ لاریونونه پیل کړل چې د پلان له‌مخې د ډسمبر تر لسمې نېټې پورې دوام کوي او په ترڅ کې یې د افغان ښځو د حقونو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کېږي.

سکون راډیو