ملګرو ملتونو په ایران کې د مظاهره چیانو ځپنه وغندله!

Oct 30, 2022 - 19:12
 18
ملګرو ملتونو په ایران کې د مظاهره چیانو ځپنه وغندله!

ملګرو ملتونو په ایران کې د مظاهرو پر مهال د خلکو په وژل کېدو اندېښنه ښودلې.

په ایران کې د مظاهرو اوومه اوونۍ ده او لا هم د مظاهره چیانو په وړاندې د حکومتي ځواکونو او د هغوی د ملاتړو ځپونکي اقدامات روان دي.

د بشري حقونو مدافع ډلو له هغې ډلې د ایران د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې د ناروې په اوسلو کې دی راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۲۵۳ کسان په دغو مظاهرو کې وژل سوي او زرګونه نور کسان هم نیول سوي.

د مظاهرو پر مهال د اخ او ډب په نتیجه کې زرګونه کسان هم ټپيان سوي دي.

په خواله رسنیو د خپرو شویو ویډیوګانو او د خلکو د شکایتونو په اساس حکومتي ځواکونو ګڼ خلک په ساچمه يي ټوپکو ویشتي او د اکثرو یې ټول بدن سوری او په وینو لړلی دی.

د مظاهره چیانو په وړاندې د حکومتي عسکرو تر ټولو وروستي اقدامات جمعه په زاهدان ښار کې سوي.

دا ښار چې اکثر بلوڅان او سني مسلمانان په کې مېشت دي پرون یو وار بیا په کې په مظاهره چیانو ډزې سوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې د پولیسو په ډزو کې یو دولس کلن ماشوم وژل سوي او ګڼ نور ټپیان دي.

دولتي رسنۍ هم تایید کړې چې یو کس وژل سوی او ۱۴ نور ټپیان دي، خو نه یې دي ویلي چې ډزې چا کړي.

څلور اوونۍ مخکې د راپورونو له مخې په زاهدان کې د حکومتي ځواکونو له خوا لږ تر لږه ۸۰ تنه ووژل شوی او لسګونه نور ټپیان سول.

هغه وخت هم حکومت د ډېر کم شمېر خلکو د وژنې خبر ورکړی وو.

د ملګرو ملتونو سازمان همدغو ځپونکو اقداماتو او دوامداره تاوتریخوالي ته په کتو په ایراني چارواکو غږ کړی چې د خلکو غږ واوري.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د مظاهره چیانو د ځپلو عاملین باید مسووله وګرځول سي.

دوجاریک زیاته کړه چې ملګري ملتونه د مظاهره چیانو وژل او ټپیانول په کلکه غندي او ټينګار کوي چې امنیتي ځواکونه باید د سوله ییزو مظاهره چیانو په وړاندې د هر ډول زور زیاتي او غیر مناسب عمل له کارولو ډډه وکړي.

ملګرو ملتونو همداراز ویلي چې د ایران په حکومت یې تاکید کړی چې باید د خلکو مشروع شکایتونه واوري او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي. سټفین دوجاریک د ډيالوګ له لارې د لانجو په هواري ټینګار کړی.

په ایران کې د مهسا امیني په نوم د یوې ځوانې نجلۍ وژل کېدو پراخې مظاهرې وپارولې.

هغه د اخلاقي امنیت د پولیسو له خوا د حجاب د نه رعایت په تور نیول سوې وه.

خلک او د مهسا خپلوانو حکومتي عسکر تورن کړي چې مهسا امیني یې په وهلو وهلو مړه کړې وه.

چارواکو بیا د پولیسو له خوا له هغې سره زور زیاتی رد کړی وو او ویلي یې و چې هغې سکته کړې وه.

هغه ادعا چې روغتیاپالانو په کلکه رد کړه.

د مهسا امیني د وژنې په غبرګونه د راوتلو لسګونه زره ځوانانو له ډلې لږ تر لږه ۲۵۳ تنه نور د مظاهرو پر مهال وژل سوي.

حکومتي ځواکونه تورن دي چې په مظاهره چیانو یې مخامخ ډزې کړي او د هغوی د غلي کولو لپاره یې له هرې وسیلې کار اخیستی.