د ټولګټو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد سړکونه او لویې لارې ملي سرمایه ده

هغه وسایط، چې د دغه وزارت له ټاکل شویو معیارونو څخه زیات بار تړي اجازه نه ورکول کېږي. د ټولګټو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې، چې د سرغړونې په صورت کې به د دوی وسایط د اوږدې مودې لپاره ودرول شي او د سړک د زیان د جبران لپاره به عدلي ارګانونو ته وروپېژندل شي.