تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال له البانیا د امریکا په لور روان شول

Mar 24, 2022 - 07:29
 7
تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال له البانیا د امریکا په لور روان شول

تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال چې له څو میاشتو راهیسې یې په البانیا کې ژوند کاوه، د امریکا متحده ایالاتو په لور روان شول.

دوی د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلي وو.

متحده ایالاتو ته د دې کسانو د لېږدېدو مراسم پرون په پلازمېنه تیرانا کې د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې جوړ شوي وو.

د البانیا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې دغه هېواد د شااوخوا دوه ۲،۴۰۰ افغان کډوالو کوربه دی.