افغان او ترکمنستاني چارواکو د برېښنا په تړاو خبرې کړي.

Dec 25, 2022 - 12:29
 2
افغان او ترکمنستاني چارواکو د برېښنا په تړاو خبرې کړي.
‏د افغانستان برېښنا شرکت وايي، اجرايوي ریيس محمد حنیف حمزه د ترکمنستان د برېښنا شرکت له استازي چاري جومایوف سره په لېدنه کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي، نورالجهاد سب سټېشن او د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا د پېرودلو پر تړون خبرې کړې دي.
‏په دې لیدنه کې جومایوف له کابل برېښنا شرکت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې دوی چمتو دي تر څو د برېښنا د پېر تړون لاسلیک کړي او همدا راز د نورالجهاد سب سټېشن بشپړونې چارې به هم په نږدې راتلونکې کې پيل کړي.
سکون راډیو