ملګري ملتونه: نږدې ۳،۶ ملیونه اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي

Mar 23, 2022 - 20:27
 9
ملګري ملتونه: نږدې ۳،۶ ملیونه اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه نږدې درې ملیونه او شپږ لکه اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د دې ادارې د اړیکو د برخې مسؤل انډریس کرچ هاف پرون وویل چې یوازې دوه ملیونه او یو لک اوکراینیان پولنډ ته تللي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له نړیوالې دوهمې جګړې راوروسته دا په اروپا کې د کډوالۍ تر ټولو ستر بحران دی.

پر اوکراین د روسیې د برید روانه اوونۍ میاشت پوره کېږي.

د ملګرو ملتو په وینا تر اوسه په دې جګړه کې ۹۵۳ ملکیان وژل شوي، خو داسې ښکاري چې د دې تلفاتو اصلي شمېرې به تر دې ډېرې لوړې وي.