له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده‌کړو مخنیوي په اړه د اروپايي اتحاديې خواشیني

Mar 24, 2022 - 12:30
 9
له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده‌کړو مخنیوي په اړه د اروپايي اتحاديې خواشیني

اروپايي اتحادیې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي په اړه د طالبانو پر پرېکړې ژوره خواشیني ښکاره کړه.

دا اتحادیه وايي، د اسلامي امارت دا اعلان د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې لوی شاتګ دی.

اروپايي اتحادیې له طالب چارواکو هیله کړې چې د افغانانو احساساتو ته درناوی وکړي او فوراً دا یقیني کړي چې ټول افغان نجونې، ښځې، هلکان او سړي ښوونځیو ته ستانه شي.

اروپايي اتحادیې ویلي چې اسلامي امارت له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.