له کابله قطر ته په چارتر الوتکه کې له ۳۰ زیات امریکایان ولاړه

Jan 27, 2022 - 14:41
 8
له کابله قطر ته په چارتر الوتکه کې له ۳۰ زیات امریکایان ولاړه

امریکایي 'اېن.بي.سي' ټلوېزیون د ځینو سرچینو په حواله وایي چې له څو میاشتني ځنډ وروسته د کابل له نړیوال هوایي ډګره د قطر د هوایي شرکت په یوه چارټر الوتکه کې له ۳۰ زیات امریکایان قطر ته ولېږدول سول.

د راپور له مخې دا خبره د امریکا د کانګرس یوه چارواکي او له دغې موضوع باخبرو دوو نورو کسانو کړې او ویلې یې دي چې دغه چارټر الوتکه د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا چمتو سوې او پیسې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورکړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس روانه اوونۍ وویل، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن الثاني سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه غوښتي چې د همکاریو په ترڅ کې دې د کابل له هوایي ډګره چارټر الوتنې بېرته پیل کړي.

دا د تېر کال د نوومبر له میاشتې راهیسې لومړی ځل دی چې د کابل له نړیوال هوایي ډګره د خلکو د اخیستلو لپاره یوه چارټر الوتنه ترسره کېږي.

د امریکا د حکومت یوه چارواکي هم دوحې ته د دغې الوتنې د ترسره کېدو خبره تایید کړې چې امریکایان یې لېږدولي، خو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی.

دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې طالب چارواکو په مزار شریف کې د څلویښتو کسانو چې د دوی په خبره د مزارشریف د هوایي ډګر له لارې په غیر غیر قانوني توګه له هېواده وتل، د نیولو خبر ورکړ.