د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' وایي، کندهار او هلمند کې یې له ۱۴ زره هغو بېرته ستنېدونکو سره نغدي مرسته وکړه چې له خپلو مېنو بې ځایه سوي وو.

د اروپایي ټولنې د ۱۵ هېوادونو یوې ډلې هوکړه کړې چې ۴۰ زره افغانانو ته به د میشتېدو زمینه برابروي.
دا خبره یوې اروپایي کمېشنرې ایلوا یوهانسن Elva Johansson پرون د دغې ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وکړه.
د یوه سند له مخې چې فرانس پرېس اژانس کتلی، جرمني ۲۵ زره کسانو، هالنډ ۳۱۵۹، اسپانیا او فرانسه ۲۵۰۰ او نور هېوادونه کم شمېر افغانان قبلوي.
د مېرمن یوهانسن په خبره، دا د پیوستون یو نېکمرغه ګام دی.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنر فلیپو ګراندې له اروپایي ټولنې غوښتي و چې پنځو کلونو کې دوه څلویښت زره او پنځه سوه ۴۲۵۰۰ افغانان ومني، خو د دې ټولنې ځینو هېوادونو ورسره مخالفت کړی دی.