د اذربايجان دفاع وزارت: ارمنستان سره په نښتو کې مو ۵۰ پوځيان وژل سوي

Sep 14, 2022 - 17:49
 6
د اذربايجان دفاع وزارت: ارمنستان سره په نښتو کې مو ۵۰ پوځيان وژل سوي

د اذربایجان دفاع وزارت وایي، له ارمنستان سره د وروستیو نښتو په نتیجه کې یې پنځوس پوځیان وژل سوي دي.

تر دې مخکې د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان د اذربایجان له لوري په حملو کې د دغه هېواد د لږ تر لږه ۴۹ سرتېرو د وژل کېدو خبره کړې وه.

دواړه هېوادونه چې له ډېرو کلونو راهیسې د لانجمنې ناګورنو قره باغ پر سر اختلاف لري، اړیکې یې په دې وروستیو کې یو وار بیا ترینګلي شوي دي.

په عین حال کې روسیې ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ یې یو اوربند رامنځ ته کړی خو اذربایجان تور پورې کړی چې ارمن ټبره ځواکونو له دغه اوربند څخه سرغړونه کړې او د پولې په اوږدو کې یې د اذربایجان پر پوځي پوستو د درنو وسلو ډزو ته دوام ورکړی دی.