کرېکټ بورډ: ننګرهار کې د 'نجيب ترکي' لوبغالي دويم فاز بشپړ سو

Sep 14, 2022 - 17:57
 8
کرېکټ بورډ: ننګرهار کې د 'نجيب ترکي' لوبغالي دويم فاز بشپړ سو

د افغانستان کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، په ننګرهار کې د نجیب تره کي په نوم د لوبغالي دوهم فاز بشپړ شو.

دا لوبغالی له ور چاپېره شوي دېوال سره په څه کم ۲۸ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.

د کرېکټ په اړه له یوه بل خبر سره سم، د کرېکټ مشهورې وېبپاڼې (ایس پي این) د اسیا د شل اوره جام په سیالیو کې د برخوالو ټیمونو غوره لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې د افغانستان دوه لوبغاړي رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ شامل دي.

دې ویبپاڼې د هند دوه، د پاکستان درې او د سرېلانکا څلور لوبغاړي د خپل غوره ټیم په لېست کې راويستي دي.