هلمند کې هارون پوپل فوټبال لوبډلي دلیګ سیالیو قهرمانی وګټل.

Dec 4, 2021 - 11:40
Dec 4, 2021 - 11:42
 17
هلمند کې هارون پوپل فوټبال لوبډلي دلیګ سیالیو قهرمانی وګټل.
هلمند کې هارون پوپل فوټبال لوبډلي دلیګ سیالیو قهرمانی وګټل.

 د A الف لوبډلو لیګ سیالۍ چی څه موده مخکی دهلمند فوټبال فدراسیون له لوري پیل سوی وي. تېره ورځ جمعه یی پایلوبه د هارون پوپل او بهیر نورزي فوټبال لوبډله ترمنځ د هارون پوپل په ګټه پای وموند.

پدي لیګ کي نهه لوبډلو لکه (هارون پوپل، بهیرنورزی، ښاروالي، فیروزي، بست، عصمت نورزی، ازاد، اتفاق، او نوي ځوانان) ګډون درلودی. د دي سیالیو غوره لوبغاړی محمدحنیف، غوره ګول ساتوونکی عبدالظاهر، زیات ګول وهوونکی محمدقاسم وټاکل سوه او دهلمندفوټبال فدراسیون لخوا ورته جوایز ورکول سول.